د دایکندي په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي او امنیتي پېښو له کبله درېوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یادې ټرافیکي پېښې د دغه ولایت په شهرستان، پاتو او میرامور ولسوالیو کې رامنځته شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته ویلي، پرون سهشنبه د غويي ۱۹مه د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي په «چبراسک» بازار کې یوه کس د «امین» په نوم کس د چړې په وسیله وژلی دی.
د سرچینې په وینا، وژل شوی او قاتل دواړه پر نشهيي توکو روږدي وو او قاتل د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
په ورته مهال بله پېښه کې بیا د شهرستان ولسوالي د کرنې مدیر «ملاروزي» د یاد ولایت اړوند پاتو ولسوالي «دره» کلي کې د موټرسایکل چپهکېدو له امله مړ شوی دی.
دغه کس د روزګان د ګېزاب ولسوالي اوسېدونکی و. بلخوا په یوې بله پېښه کې بیا یو ۱۲کلن ځوان د میرامور ولسوالي اړوند «برکر» کلي کې له غره څخه لوېدلی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.