Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې د کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

IMG_3127

د بلخ مرکز مزارشریف ښار  کې د کورنیو کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ تولیداتو د ملاتړ په موخه ملي نندارتون پرانېستل شوی چې څه باندې سلو کروندګرو او تولیدوونکو په‌کې برخه اخیستې ده.

یاد نندارتون د حرکت موسسې له لوري دUNDP  په مالي ملاتړ جوړ شوی چې په‌کې کرنیز او د مالدارۍ محصولات، کرنیز ماشینونه، طبي بوټي، د څارويو خوراکي توکي او نور تولیدات په څه باندې سلو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د چارواکو په وینا، د دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي.

د نندارتون مسوول، نقیب‌الله لاروی وایي، د دې نندارتون اصلي موخه د کرنیز سکتور پراختیا، د کورنیو تولیداتو معرفي او ملاتړ او د داخلي تولیداتو د کارولو فرهنګ پیاوړي کول دي.

نوموړي زیاته کړه: «دا یو تخصصي نندارتون دی چې له سلو زیات تولیدوونکي پکې برخه لري. موږ هڅه کوو دا وښیو چې څنګه کولای شو د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره عملي کار وکړو.»

په همدې حال کې یوشمېر غرفه‌‌لرونکي د دې نندارتون له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، دا ډول پروګرامونه د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مهدی غلامي او نیک محمد چې د نندارتون ګډونوال دي، وایي، د دې ډول نندارتونونو دوام کولای شي د ځوانانو، ښځو او د کرنیز سکتور د فعالانو هڅونه وکړي.

دوی غوښتنه کوي چې دا ډول نندارتونونه د هېواد په نورو ولایتونو او ان له هېواده بهر هم جوړ شي.

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان هم وایي، چې د کورنیو تولیداتو د کارولو فرهنګ د ودې او د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ لپاره له بېلابېلو ادارو سره په همغږۍ کار کوي.

د بلخ د کرنې ریاست د مالدارۍ د ترویج مدیر، غلام‌محمد محمدی، وایي: «د کرنې ریاست ملاتړ له پخوا روان دی او دوام به لري. موږ د بزګرانو او مالدارانو د ظرفیت لوړولو لپاره روزنیز پروګرامونه لرو او هڅه کوو چې د زراعت او مالدارۍ د ودې لپاره نور نندارتونونه هم تنظیم کړو.»

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په مزارشریف ښار کې د کورنیو تولیداتو، کرنیزو محصولاتو او د ښځو د لاسي صنایعو ګڼ نندارتونونه جوړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام