د سوریې په شمال لوېدیځ کې د حکومتي او روسیي ځواکونو لهخوا په روانه اکتوبر میاشت کې څه باندې ۶۵ ملکیان وژل شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن سهشنبه د اکتوبر ۳۱مه راپور ورکړی چې دغه تاوتریخوالی د تېرو درېوو کلونو په پرتله تر ټولو ځپونکی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په راپور کې ویل شوي چې د روسي ځواکونو په همکاري د سوریې حکومتي ځواکونو د یادې سیمې بېلابېلو ښارونو کې د اکتوبر له پیله تر دې مهاله د ۲۰ ماشومانو او لسو مېرمنو په ګډون ۶۵ کسان وژلي دي.
د سوریې د بېړنیو ژغورنې یوې ډلې د معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې د ۸۰ ماشومانو او ۴۵ ښځو په ګډون ۲۶۵ ملکیان ټپیان شوي هم دي.
د سوریې ملکي دفاع ډلې چې په سپینې خولۍ هم پېژندل کېږي، د روانې اوونۍ د شنبې پر ورځ ویلي، د بشارالاسد په مشري سوریايي او روسي ځواکونو په یادو سیمو کې له کلسټر وسلو هم کار اخیستی دی.
کلسټر وسلې په نړیواله کچه بندې دي او څوک یې د کارونې اجازه نهلري.
دغې ډلې زیاته کړې چې په بریدونو کې د هستوګنې کورونه، ښوونځي، روغتونونه او د بېځایه شویو کورنیو کمپونه په نښه شوې دي.
له نږدې څه باندې یوې لسیزې راهیسې سوریه کې کورنۍ جګړه روانه ده چې د دغه هېواد شمال لوېدیځ ادلیب ولایت د حکومت مخالفو وسلهوالو او پاتې سیمې د بشارالاسد په مشري حکومت له لوري اداره کېږي.