ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا نن شپه «پنجشنبه، لیندۍ ۲۲مه» د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه جوړه کړي.
افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما له لوري د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دغه بنسټ مشره روزا اوتنبایووا به یادې غونډې ته د افغانستان وضعیت په اړه معالومات ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت څېړل د امنیت شورا د غونډې اصلي اجنډا بلل کېږي. له دې سره، د سرپرست حکومت مرکزي ویاند ویاند ذبېحالله مجاهد د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې په غبرګون کې سلاموطندار ته وايي، د سرپرست حکومت د استازي له حضور پرته، د دغه غونډې پایلې به د هېواد په ګټه نهوي.
نوموړي وویل: «له شک پرته به پرېکړې عقدوي او له واقعیتونو لرې او د افغانستان پروړاندې وي چې دا د هېڅ لوري پر ګټه نهدی. هیلهمند یم چې له داسې مجالسو وړاندې د څوکۍ له افغانانو سره وي، د افغانستان استازی هلته وي، څو له خپل دریځ دفاع وکړي. که له هغه وروسته د افغانستان په اړه پرېکړه کېږي، منفانه به وي.»
د هغه په وینا، د امنیت شورا د ورته غونډو د مثبتو پایلو لپاره اړتیا ده چې دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته ورکړل شي.
د سیاسي مسایلو کارپو نجیبالرحمان شمال ټینګار کوي چې دغه ډول غونډو کې د هېواد روانو واقعیتونو ته انعکاس ورکول کېږي او ورته رسېدنه کېږي.
د نوموړي په وینا، د ملګروملتونو غونډو کې د سرپرست حکومت د استازي د ګډون لپاره اړتیا ده چې سرپرست حکومت او نړیوال له انزوا څخه د افغانستان د اېستلو لپاره هڅې وکړي.
هغه وویل: «اوسنی حکومت په رسمیت نهدی پېژندل شوی، د همدې لپاره هلته استازی نشته چې ډېر اړین هم دی. هیلهمند یم چې سرپرست حکومت د درېوو کلونو تجربو ته په پام چې د نړیوالو غوښتنو منل او نړیوالو کنوانسیونونو او هوکړه ته غاړه کېږدي، رسمیت پېژندنې ته زمینه برابره کړي، قومي، جنسیتي ترکیب جوړ کړي او زمینه ورته برابره کړي.»
دا داسې مهال دی چې ملګروملتونو تېرو څه باندې درېوو کلونو کې د بېلابېلو غونډو په جوړولو سره د افغانستان وضعیت ارزولی، خو دغو غونډو تراوسه له انزوا څخه د افغانستان د وتلو او یا هم د یوې عملي کړنلارې غوره کولو لپاره مثبته پایله نه ده ورکړې.