که څه هم پلازمېنه کابل او د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سږکال ژمي واوره په ځنډ واورېده، خو کابل ښاریان ورته خوښ دي.
د کابل یوشمېر اوسېدونکي چې د ژمي روان اورښت ته خوښ دي، سلاموطندار ته وايي، خوښ دي چې د ژمي اورښتونه پیل شول او په وینا یې، دغه اورښتونه به د اوبو کمښت برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
احمدرشاد چې د پلازمېنې وزیراکبرخان تپې ته تللی، وايي، د ژمي له پيل راهيسې د هېواد بېلابېلو ولايتونو کې خلک په ځانګړي ډول کروندګر اورښتونو ته سترګې پر لاره وو، څو راتلونکي کال کې له خپلو کروندو څخه ښه حاصلات ترلاسه او د وچکالي له زيانونو څخه وژغورل شي.
د کابل ښار ګڼشمېر نور اوسېدونکي هم د واورې ورېدو په خوښۍ کې تفریحي ځایونو ته تللي دي. الهام احمدي هیله څرګندوي چې له دې واورې ورېدو سره به د ځمکې لاندې د اوبو کچه لوړه شي او د اوبو کمښت ستونزه به یو څه راکمه کړي.
د دې ترڅنګ، قادر چې سړه هوا کې د کابل ښار د یوه سړک غاړې ته ناست دی او مېوې پلوري، وايي، هیله لري چې د نننۍ واورې په ورېدو سره راتلونکی کال د خلکو لپاره یو ښه کال وي.
خو هغه له ناوړه اقتصادي وضعيته شکايت کوي او وايي، په دې سړه هوا کې د سون توکو د پېرلو توان نه لري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د يادونې ده چې د ژمي له پيله تر دامهاله يوشمېر ولايتونو کې د واورو او بارانونو نه کېدو د خلکو ترمنځ د وچکالۍ په اړه اندېښنې زياتې کړې وې.