Asset 1SWN

سلام وطندار

چمن کې لاریون‌کوونکو د چمن-سپین‌بولدک لاره د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړلې

۶۶۶۶۶۶ف۳۴ف۴ثفق

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې لاریون کوونکو د چمن-سپین‌بولدک لاره د هر ډول تګ‌راتګ پر مخ تړلې.

پر دې لاره یوازې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوال موټرو ته اجازه ورکول کېږي او د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ټرانسپورټي موټرو پر مخ تړل شوې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

لاریون‌کوونکي چې څه باندې یوه میاشت وړاندې یې خپل لاریون پیل کړی، له پاکستان حکومت غوښتنه لري، څو د چمن-سپین‌بولدک په پاسپورټ د تګ‌راتګ پرېکړه بېرته واخلي.

په ورته مهال لاریون‌کوونکي ټينګار کوي، که پر یاده لاره د پاسپورټ غوښتل حتمي شي، دواړو لوریو ته به سوداګر او اوسېدونکي پراخ زیانونه وویني.

له دې وړاندې هم یو‌شمېر لاریون کوونکو سلام‌وطندار ته ویلي و، پاکستان حکومت پر دې پرېکړې سره غواړي چې دوی د خپلو کورنیو له غړیو او خپلوانو جلا کړي.

د دوی په وینا، د کوټې او کندهار ډېری اوسېدونکي سره خپلوي لري او دواړو غاړو ته یې سوداګري روانه ده چې دې پرېکړه سره به اغېزمنه شي.

یوه لاریونوال سمېع‌خان سلام‌وطندار ته ویلي و: «غوښتنه خو دا ده چې موږ پر چمن- سپین‌بولدک باندې پاسپورټ په دې وجه نه‌منو چې د دې څخه د کندهار د سپین‌بولدک- چمن د خلکو ترمنځ کومې رشتې چې دي، هغه متاثره کېږي. دوی چمن‌والا چې کاروبار په باډر کې کوي یا کندهار والا یې چمن کې کوي، هغه په کروړ او (سلګونه لکه روپیو) کاروبارونه دي هغه متاثره کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم نږدې یوه میاشت کېږي چې لاریون‌کوونکو د پاسپورټ نه منلو په اړه اعتراض پیل کړی، خو تراوسه یې په ښکاره توګه دې ستونزې ته ځواب نه‌دی ویل شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام