د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په درېوو ولسوالیو کې د څه باندې ۶۲میلیونو افغانیو په لګښت یوه کرنیزه پروژه بشپړه شوه چې له تېر یوه کال راهیسې یې خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې وه.
یاده پروژه چې یو کال یې دوام وکړ مالي لګښت یې «ORD » موسسې له لوري ورکول کېده او د پلې کېدو چارې یې د خوړو او کرنې ادارې پر مټ مخته وړل شوې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دې پروژه کې شاوخوا ۹۳۰ کسانو په بېلابېلو کرنیزو برخو په ځانګړې توګه د باراني اوبو د مدیریت لپاره د ژورو کندو د اېستلو او نورو برخو کې کار وکړ.
د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس عطالله راشد وویل: «د دې پروژې موده یو کال وه، نن ۹۳۰ کسانو ته خپل ترسره شوي کار په بدل کې د سل امریکايي ډالرو معادل د افغانیو د توزیع لړۍ پیل شوه. دا پروژه د مرکز په ګډون، شهرصفا او شاجوۍ کې عملي شوه. ټولې پیسې۹۳۹۵۰ ۶۲۸، دا ډېره کټوره پروژه وه. که بارانونه وشي، ډېری اوبه به ذخیره شي.»
د دغه پروژې اړوند کارګر دا ډول پروژې غوره کاري فرصتونه یادوي او له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د ورته اوږدمهاله نورو پروژو غوښتنه کوي.
د دوی په وینا، په کور دننه د کاري فرصتونو رامنځته کېدو له امله به هغه کسان چې غواړي د مزدورۍ لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شي، هم راوګرځول شي.
د یادې پروژې یوه کارګراحمد اخلاص وویل: «موږ ډېر خوشحاله یوو چې دلته په خپل هېواد کې دننه کار راته پیدا کېږي. دا د وطن لپاره هم یو ډول خدمت زما له ټولو ځوانانو څخه هیله ده چې نورو هېوادونو ته دې نه،ځي همدلته دې کار وکړي.»
زابل کې د دغه کرنیزې پروژې چارسې داسې مهال بشپړېږي چې د روانې وچکالي په دلیل د هېواد په ځینو نورو سوېلي ولایتونو کې هم د باراني اوبو د مدیریت اړوند ځینې پروژې روانې دي.