د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې نن «یکشنبه، سلواغې ۱۵مه» د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې، د ناروې کمېټې او درېوو نورو کورنیو بنسټونو سره د ۱۲۰میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مالي او اداري مرستیال فضلالرحمان فاضل په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د دغو پنځو هوکړهلیکونو پر بنسټ به، کابل، پروان، بلخ، هرات، بدخشان، غزني او فاریاب ولایتونو کې یوشمېر ځوانانو ته د حرفهيي زدهکړو زمینه برابره شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان دغه اداره کې د ډیزاین، سروې او براورد برخو کې د مسلکي کسانو له کمښت څخه اندېښنه ښي او وايي، د اوسپنې پټلۍ اداره لا ډېرو مختصصو کسانو ته اړتیا لري.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر بختالرحمان شرافت وویل: «موږ د ډیزاین، سروې، ارزونې او براورد برخو کې د متخصصو کسانو له کمښت سره مخ یو او دې برخه کې ورته اړتیا لرو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د معلوماتو له مخې، د ټول هېواد په کچه د دغې ادارې ۲۷۳ د حرفهيي زدهکړو مرکزونه فعالیت کوي.