د لوګر د کرېکټ امریت چارواکي وايي، دغه سیالۍ د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې له لوري په مرکز پلعلم کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د لوګر د کرېکټ ادارې امر بشیراحمد ساحل سلاموطندار ته ویلي، دا سیالۍ د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د «انټر کلب» رسمي سیالۍ دي چې د مرکز پلعلم په ګډون د ټولو ولسوالیو د کرېکټ لوبې شاوخوا ۱۸ لوبډلو پهکې ونډه اخیستې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ساحل زیاتوي چې د کرېکټ پیل شوې انټرکلب سیالۍ په دریوو کټګوریو وېشل شوي او هره لوبډله به په هره کټګورۍ کې ۲۵ اووره لوبې کوي.
نوموړي وویل: «له نېکمرغه نن په لوګر کې د کرکټ انټرکلب رسمي سیالۍ پيل شوي چې موخه یې د ولایت په کچه دوهمه درجه لوبډلې لپاره د لوبغاړو غواروی، د کرکټ د لوبغاړو ترمنځ همغږي او د هغوي ظرفیت لوړول دي.»
لوګر کې د کرېکټ بورډ له لوري د انټر کلب رسمي سیالۍ په داسې حال کې پيل شوې چې تېره میاشت هم د لوګر د کرېکټ امریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په ګډه د ملي، علمي او فرهنګي شخصتونو په نوم د کرېکټ سیالۍ ترسره شوې.