میدانوردګ کې د څلور سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت یو جامع جومات جوړ او نن دوشنبه د زمري ۱۶مه د یو لړم مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د میدان وردګ چارواکي وایي چې د یاد ولایت «ټوپ دښتې» کې د کابل-کندهار لویې لارې ته څېرمه د «الفتح» په نوم یو جامع جومات جوړ شوی دی.
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د میدان وردګ له مقام څخه سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه جومات د یوه ملي سوداګر «حاجي نقیبالله» له لوري د شاوخوا څلور سوه زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت جوړ شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دغه جومات په دوه پوړیز ډول په دوه جریبه ځمکه کې د یوه کال په ترڅ کې جوړ شوی چې په یو وخت د زر لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په جوړ شوي جومات کې د مېرمنو لپاره هم ځانګړی ځای جوړ شوی او د میدانوردګ د دښتې ټوپ سیمې اوسېدونکو سربېره د کابل-کندهار لوې لارې مسافر هم کولای شي چې ګټه ترې واخلي.
باید وویل شي چې د یاد جومات پرانیست غونډې ته د میدانوردګ والي په ګډون یو شمېر لوړ پوړو چارواکو او عامو خلکو هم ګډون کړی وو.