Asset 1SWN

سلام وطندار

د انرژۍ او اوبو وزارت د لویو سیندونو له اوبو د استفادې څرنګوالی څېړي

43076069221_70ca1f6bea_o

افغانستان چې په وچه کې ایسار هېواد دی او اوبو ته لار نه‌لري، سیندیزې حوزې یې د اوبو یوازینۍ سرچینې دي، خو د دغو سرچینو ډېری اوبه هم ګاونډیو هېوادونو ته روانې وي.

هېواد کې دننه هم د اوبو د مدیریت او ورڅخه د ګټې اخیستو پر څرنګوالي شکایتونه او نیوکې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

داسې شرایطو کې چې د ځینو ولایتونو اوسېدونکي په جدي توګه د اوبو کمښت او د اقلیم بدلون له امله د وچکالي منفي اغېزو سره مخ دي، د سرپرست حکومت کابینې پرېکړه کړې چې د هېواد له لویو سیندونو څخه د اوبو د ګټې اخیستو څرنګوالی وڅېړل شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل: «ا.ا د اوبو مدیریت تر بحث لاندې نیولی او ډېره مهمه موضوع ده، د هلمند ارغنداب او نور سیندونه باید ښه مدیریت شي او څېړنه وشي، څو سمه استفاده ترې وشي.»

دا داسې مهال دی چې د هېواد ګڼو سیمو کې کروندګر د روانو اوبو کمښت په دلیل، د خپلو کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه پورته کوي.

د چاپېریال او د اوبو برخې کارپوه سیدعبدالباسط رحماني د هېواد د اوبو له سرچینو څخه د هېوادوالو بې‌مخینې استفاده د اندېښنې وړ بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې د اوبو مدیریت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «د ځمکې لاندې اوبو مسایلو په اړه باید کلک او شدید قوانین په پام کې ونیول شي او له هغه هم د اوبو پر وړاندې د خلک نظر دی چې پرېکړه نیسي چې څنګه ژوند ته دوام ورکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا داسې مهال چې د درېیم پرله‌پسې کال لپاره افغانستان کې سخته وچکالي دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام