Asset 1SWN

پوهنې وزارت لوګر کې د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي

۰۰۱۱۲

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د پوهنې وزارت له لوري په مرکز پل‌علم او یوشمېر لروپرتو ولسوالیو کې د طبیعي پېښو او جګړو له امله ویجاړ شوي ښوونځي بیارغوي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل چې د یادو ښوونځيو د بیارغونې سروې نن «دوشنبه، غويي۳۱مه» پیل شوه او په یوه اوونۍ کې به بشپړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه، یادو ښوونځیو له سروې بشپړېدو سره سم به یې د بیارغونې عملي چارې پيل شي. عرب زیاته کړه، مرکز پل‌علم او لروپرتو ولسوالیو کې اوس شاوخوا ۶۰ نور ښوونځي هم بیارغونې ته اړتیا لري.

باید وویل شي چې اوس د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یې له پراخو ستونزو سره-سره په لیک‌لوست بوخت دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوي چې له دې وړاندې یې ودانۍ نه‌درلودې. همداراز د مرکز سربېره د یاد ولایت ولسوالیو کې هم د ځینو ښوونځیو ودانۍ بیارغول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام