Asset 1SWN

د کرنې وزارت یوه کال کې په ۳۰۰ میلیونه ډالرو ۲۷۱ پروژې پلې کړي

عطاءالله-عمری،-سرپرست-وزارت-زراعت-qtb82ueisu63pa6p854dgdrdipbdbi0igiirci0vwo

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري نن (د وږي اتمه، پنجشنبه) د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې خپلې یوکلنې لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې. د نوموړي په وینا، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، په ۶۶۰ زره کروندګرو د ۳۳ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخم او د ۵۴ زره مټریک ټنه کیمیاوي سرې وېشل په تېر یوه کال کې د دغه وزارت مهمې لاسته‌راوړنې دي.

نوموړی زیاتوي: «په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ملاتړ په موخه کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکټور ته د وزارت له پراختیايي صندوق څخه ۱،۳ میلیارډه افغانۍ ورکړل شوې دي.»

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وايي، په میدان وردګ، کابل او لغمان ولایتونو کې یې پنځه سړې خونې چې ټول‌ټال د ۱۱۹۰ مټریک ټنه ظرفیت لري، جوړې کړې دي او دغه راز یې په بېلابېلو ولایتونو کې د مېوو وچولو په موخه ۱۱ سلفرخونې جوړې کړې دي.

په همدې حال کې د دغه وزارت د کرنې مرستیال صدراعظم عثماني وايي، په تېر یوه کال کې یې د کرنې نوې بڼې دودولو لپاره د نباتاتو ۱۵۰۰ نمایشي قطعې جوړې کړي او ۸۰ هېکټاره ځمکه له «وبايي افتونو» څخه خوندي شوې ده.

د نوموړي په وینا، په تېر یوه کال کې یې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې او ورته د بازارموندنې په موخه یې په پسرلي او مني کې ستر نندارتونونه جوړ کړي دي.

بله‌خوا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګونې او طبیعي سرچینو مرستیال وايي، په تېر یوه کال کې یې په ۳۴ ولایتونو کې ۱،۷ میلیونه هېکټاره ځنګل او د وښو خوړلو ۳۰ میلیونه هېکټاره سیمه ساتلې او ۱۲۵ زره او ۲۰۰ نیالګي یې هم د ځنګلونو بېرته رغولو لپاره کېنولي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د کرنې وزارت د اوبو لګونې او طبیعي سرچینو مرستیال زیاتوي چې په تېر یوه کال کې یې له ۶۹۰ زره ډېر مېوه‌لرونکي او عادي نیالګي وېشلي او په تېرو درېوو کلونو کې یې بیا ۸۲ میلیونه نیالګي د نیالګیو کېنولو د کمپاین له لارې په ټول هېواد کې کېنولي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام