په کندوز او بدخشان ولایتونو کې د سلاموطندار د خبریال حسیب حساس ورور حکیم حساس وايي، د ا.ا استخباراتو تېره اوونۍ په کندوز کې د هغه ورور نیولی او تر اوسه لادرکه دی. حکیم حساس وايي، ورور یې له خبریالۍ پرته بل هېڅ کار نه درلود. هغه غوښتنه کوي چې ژرترژره دې حسیب حساس خوشې شي؛ ځکه په خبره یې، د کورنۍ یواځینی سرپرست دی.
نوموړی زیاتوي: «له ا.ا څخه غوښتنه کوو چې د ورور موضوع مې دې روښانه کړي او ژرترژره دې حسیب حساس خوشې کړي. هغه د کورنۍ یواځینی سرپرست دی چې د کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو په موخه یې خبریالي کوله.»
د سلاموطندار پښتو برخه دلته وڅارئ
د ا.ا ځواکونو د حسیب حساس له نیولو څو ورځې وروسته په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر هم ونیوه. د هغه ورور نوراحمد هم له اسلامي امارت څخه غواړي چې ژرترژره دې یې ورور خوشې کړي.
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولان بیا وايي، ټول هغه کسان چې د خبریالۍ له نوم څخه ناسمه ګټه اخلي، تر څارنې وروسته به ونیول شي. د دغه وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي سلاموطندار ته ویلي: «اسلامي امارت له هېڅ خبریال سره ستونزه نه لري. البته ځینې موارد شته چې ځینې د ژورنالېست په نوم د امنیت پر خلاف ځینې کارونه کوي او له نورو سازمانونو سره یولاس دي. روښانه خبره ده چې د ا.ا امنیتي ادارې اقدام کوي.»
په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا نی وايي، له تېرو دوو کلونو راهیسې یې د هېواد په کچه د خبریالانو د نیولو، وهلو ټکولو او سپکاوي شاوخوا ۲۸۰ پېښې ثبت کړې دي.
د نی مسوول ظریف کریمي له سلاموطندار سره په مرکه کې له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې د خبریالانو قضیې د رسنیزو سرغړونو کمېسیون له لارې وڅېړي. هغه زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې خبریالۍ ته باید درناوی وشي او امنیتي ادارې د خبریالۍ چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د رسنیزو سرغړونو کمېسیون دې د خبریالانو او رسنیو پر کار څارنه وکړي او اړوندې قضیې وڅاري.»
د یادونې ده چې ا.ا له تېرو دوو اوونیو راهیسې د هېواد په څلورو ولایتونو کې اته خبریالان نیولي دي. اسلامي امارت استخباراتو د تېرې اوونۍ د سهشنبې ورځ په غزني کې د باختر دولتي خبري اژانس خبریال وحیدالله ابدالي، له دې درې ورځې وروسته په ننګرهار کې د کلید راډیو مسوول فقیرمحمد فقیرزی او د همدې راډیو خبریال جاناغا صالح، ورپسې په پکتیا کې د اریانانیوز خبریال حبیبالله سراب، د کندوز او بدخشان لپاره د سلاموطندار خبریال حسیب حساس، همدا تېره یکشنبه په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر او ازاد خبریال شمسالله عمري او بیا په کونړ کې ځايي خبریال پروېز څرګند نیولي دي.
د اسلامي امارت استخباراتو او نه هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولانو تر اوسه د یادو خبریالانو له ډلې د یوه د نیولو لامل هم نهدی په ډاګه کړی.