Asset 1SWN

د افغانستان‌‌الف لوبډلې تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ اعلان شو

PN_8597-1024x683 (1)

د افغانستان کرکټ بورډ د افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکي تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ.

په دې نوملړ کې د ملي لوبډلې د یوشمېر لوبغاړو ترڅنګ د قوش‌تپې ملي شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ د ځلېدلو لوبغاړو نومونه هم لیدل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبډله به د روان کال په ترڅ کې د دوه روزنیزو کمپونو، یوه څلور اړخیزه لوبلړۍ او دغه‌راز په ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

په اعلان شوي نوملړ کې صدیق‌الله اتل، زبید اکبري، وفي‌الله تره‌خېل، حسن عیسی‌خېل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، اعجازاحمد احمدزی، صدیق‌الله پاچا، محمداسحاق، نعمان شاه، شرف‌الدین اشرف، ننګیال خروټی، کریم جنت، شمس‌الرحمن، قیس‌احمد، الله‌محمد غضنفر، عرب‌ګل مومند، عبدالرحمن رحماني، محمدسلیم ساپی، بلال سمیع، یماعرب، فریدون داودزی، بشیراحمد او محمداکرم شامل دي.

دغه لوبډله به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په لومړیو کې خپل لومړی تمریناتي او روزنیز کمپ پیل کړي چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.

دغه‌راز به افغان ایمرجنګ لوبډله د همدې سپټمبر میاشتې په وروستیو کې خپل دویم تمریناتي او روزنیز کمپ پیل کړي چې هغه به هم دوه اوونۍ دوام ومومي.

په دغو کمپونو کې به له ګډون وروسته، افغان الف لوبډله په اکټوبر میاشت کې عمان ته سفر وکړي او هلته به د کوربه عمان، هانګ‌کانګ او سریلانکا الف لوبډلو پر وړاندې په څلور اړخیزه لوبلړۍ کې برخه واخلي.

د څلور اړخیزې لوبلړۍ په پای کې به افغان لوبډله د ډسمبر په میاشت کې د الف لوبډلو اسیا جام سیالیو کې هم ګډون وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان کرېکټ بورډ له دې وړاندې د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټسټ لوبې لپاره هم هند کې تمریناتي کمپ لپاره د شلو لوبغاړو نوملړ اعلان کړی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام