Asset 1SWN

افغانستان کې د ملګروملتونو د ۳۰ کارکوونکو وژنه؛ مجاهد: موږ یې ردوو

یوناما

ا.ا افغانستان کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دانیل اندریس هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي و، تېرو دوو کلونو کې یې افغانستان کې ۳۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

د ا.ا ویاند ذبېح‌‌الله مجاهد د دانیل اندریس دغه څرګندونې رد کړي او په غبرګون کې یې ویلي، داسې څرک نه لیدل کېږي چې مرسته رسوونکې دي چېرته وژل شوي وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «موږ دا موضوع ردوو. موږ داسې څه نه دي لیدلي چې د بشري حقونو او مرسته رسوونکو بنسټونو کارکوونکو ته دې زیان اوښتی وي او نه هم هغه کومه بېلګه وړاندې کړې. اوس موږ امنیت کې یوو او ټولو ته هم معلومه ده.»

د ا.ا ویاند همداراز سلام‌وطندار سره خبرو کې ټينګار کړی چې ځینې لوېدېځې کړۍ غواړي په پروپاګندا سره د افغانستان پر وړاندې دریځ ونیسي او دغه هېواد نړۍ ته ناامن وروپېژني.

افغانستان کې د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي پرون شنبه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي و چې د تېرو دوو کلونو پر مهال افغانستان کې د یاد سازمان ۳۰ کارکوونکي وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، ډېری وژل شوي کارکوونکي واکسیناتوران او ماین‌ پاکوونکي دي. دانیل اندرس افغانستان د ملګروملتونو کارکوونکو لپاره له ننګونو او ګواښونو ډک هېواد بللی دی.

دانیل اندرس همداراز زیاته کړې چې افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې او دا مهال دغه هېواد کې ۲۹ میلیونه کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه ټينګار کړی چې د بشردوستانه مرستو رسوونکو پرته به افغانستان کې میلیونونه کسان له حیاتي مرستو بې‌برخې او اړتیا به یې نوره هم زیاته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام