Asset 1SWN

هېواد کې د مخابراتي شبکو غږیزو او انټرنیټي کڅوړو ته نوې بیې وټاکل شوې

Afghanistan-téléphonie

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسوولانو نن چهارشنبه، لړم ۲۴مه کابل کې د یوې غونډې پرمهال د مخابراتي او انټرنیټي خدماتو وړاندې کولو لپاره نوې بیې اعلان کړې.

د دوی په وینا، د نویو بیو په ټاکلو سره یې د ټلیفوني اړیکو په بیه کې له ۳۰ تر ۳۶ سلنه، د لیکلو پیغامونو په نرخ کې له ۶۰ تر ۶۸ سلنه او د هر جي بي انټرنیټ فعالولو بیه کې ۶۸ سلنه کموالی راوستی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وویل، دغه نوې بیې د خلکو په غوښتنه د اسانتیاوو او د شرکتونو ترمنځ د سالمې سیالۍ رامنځ ته کولو په موخه ټاکل شوې دي.

نوموړي وویل: «په هره شبکه کې د پیرودونکو ترمنځ د غږیزو اړیکو د یوې دقیقې بیه ۱.۳۰ افغانۍ ده، چې د پخوانۍ بیې په پرتله ۳۰ سلنه کمښت ښیی، له یوې شبکې بلې شبکې ته غږیزه اړیکه په یوه دقیقه کې ۱.۴۰ افغانۍ بیه ده چې ۳۶ سلنه کمښت ښيي. د لیکلو پیغامونو بیه له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته ۱.۳۰ افغانۍ ده چې له یوې شبکې بلې ته ۱.۴۰ افغان دی او ۶۸ او ۶۰سلنه کموالی ښيي. په پیل کې د یو جي‌بي‌ انټرنټ بیه ۲۲۵ افغانۍ وه او اوس ۹۵ افغانۍ دی چې ۶۸ سلنه کمښت ښیی.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست زیاتوي چې ټولې مخابراتي شبکې یوه نیمه میاشت وخت لري، ترڅو خپل خدمات په دغو نویو بیو سره عیار کړي.

د نوموړي په وینا، د نویو بیو په ټاکل کېدو سره د ټولو مخابراتي شبکو پېرېدونکو ته لا ډېرې اسانتیاووې رامنځ ته شوي او اړتیا نه لري چې څو سیمکارتونه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند جلال‌الدین شمس یادې غونډې ته وویل، دامهال د ټول هېواد په سطحه له ۲۶ سلنه فعاله سیم‌کارتونو یوازې ۱۴ میلیونه یې ثبت شوي دي.

هغه وویل: «۲۶ میلیونه سیم‌کارټونو فعال دي چې ۱۴ یې،ثبت او راجسټر او پاتې یې، د ثبت په حال کې دي. سونزه د سیمو لرې‌والی دی؛ وروستیو کلونو کې ۵۳۰ د مخابراتي شبکو انتنونه مو اعلان کړي چې لرو سیمو کې باید وصل شي. نهه پروژې پلې شوي او ۶۰سلنه دا انتنونه د درولو حال کې دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت داسې مهال هېواد کې د انټرنیټي او مخابراتي خدماتو وړاندې کولو لپاره تازه بیې ټاکلي چې تر دې وړاندې یوشمېر هېوادوالو د انټرنیټ لوړې بیې او د مخابراتي شبکو ټيټ کیفیته خدماتو څخه شکایتونه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام