پکتیا کې چارواکي وايي چې د ګردېز-خوست لویه لاره د غرښوویېدنې له امله د لویو موټرو د تګراتګ پرمخ تړل شوې.
د پکتيا د ټولګټو چارو رياست د ودانیزو چارو امر محمدرسول کريمي وايي، بېګاه «۱۰ بجې» د ګردېز- خوست ترمنځ لویه لاره د «سټوکنډو» کې د غرښوویېدنې له امله تړل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، یاده لویه لاره د هر ډول تګراتګ پرمخ تړل شوې وه، خو نن سهار د کوچنيو موټرو پر مخ پرانيستل شوې او د لويو موټرو پر مخ لاهم تړلې ده.
محمدرسول کريمي همداراز وویل چې د ټولګټو چارو رياست اړوند مشينري ټيم د لارې پر پاکولو اخته دي او د ورځې په جريان کې به لاره د هر ډول تګراتګ پر مخ پرانيستل شي.
تېره ورځ د ګردېز – ډنډپټان ولسوالي ترمنځ لویه لاره هم د «ميرزکي ولسوالي» د سورکي تانګ په سيمه کې د غرښوویېدنې له امله د څو ساعتونو لپاره تړل شوې وه.