په جوزجان کې د نوري فایبر انټرنټي پروژې «FTTH» د لومړي فاز چارې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې چې د یاد ولایت اوسېدونکو ته ارزانه انټرنټ برابر کړي.
د یادې پروژې په پليکېدو سره به جوزجان کې کور په کور د چټک او ارزانه انټرنټ د برابراېدو ترڅنګ، د برښنايي حکومتولۍ برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شمال زون کې د افغان ټیليکام امر محمدنسیم نظري د دې پروژې پرانېستو مراسمو ته وویل چې د یادې پروژې ټول لګښت د دغه شرکت له لوري ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د جوزجان اوسېدونکو ته ارزانه او په لوړ کیفیت انټرنټ برابر شي.
په ورته مهال د یادې پروژې د لومړي فاز په پیلېدو سره به شاوخوا ۴۰۰ کارګرو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.