Asset 1SWN

غور کې چاودنې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژلي

78_afghanistan2

د غور امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د چاودنې له کبله د ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

د مسوولانو په وینا، پېښه تېره ورځ د یاد ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «غورقند» کلي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د یادې کورنۍ ماشومانو په یوه «لاسي بم» لوبې کولې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د غور د امنیې قومنداني د امنیت امر مصطفی حقاني سلام‌وطندار ته ویلي، پېښه کې د مور په ګډون درې نجونو او دوه هلکانو چې د یوې کورنۍ غړي دي، وژل شوي دي.

د غور د امنیې قومنداني د امنیت امر په وینا، چاودنې مالي زیانونه هم اړولي دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د تېرو جګړې له امله ګڼ‌شمېر ناچاودي توکي او ماینونه پاتې چې وخت ناوخت د خلکو ژوند اخلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ماینونو او ناچاودو توکو د شنډولو یو‌شمېر موسسې او بنسټونه فعالیت کوي، خو د مسوولانو په وینا، دې برخه کې لاهم ډېر فعالیت ته اړتیا لیدل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام