Asset 1SWN

د چاپېریال ساتنې ادارې د کابل ښار پاکولو لپاره عمومي حشر پیل کړ

1b430a8a-b923-4f01-a9be-f8217111254b

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د کابل ښاروالي او د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکو په همکاري نن پنجشنبه، غويي څلورمه د ښار پاکولو په موخه له شپږمې ناحیې څخه عمومي حشر پیل کړ.

مسوولان د دغه حشر له پیل څخه موخه د پاک چاپېریال خوندي ساتل دي. د چاپېریال ساتنې اداره کې د ککړې هوا د کنټرول برخې امر طوفان جبران وايي، دوی د کابل ښار د شپږمې ناحیې ټولې برخې له کثافاتو پاکې کړې او دغه حشر به د ښار په ۲۲ ناحیو کې پلی کړي.

هغه وویل: «دا پروګرام ښاري فرهنګ ته وده ورکولو او د ښاریانو لپاره د پاک چاپېریال ساتلو لپاره پیل شوی او خلک باید پدې برخه کې د اړوندو څانګو سره همکاري وکړي او هر فرد باید د کثافاتو په راټولولو کې له موږ سره همکاري وکړي.»

د کابل ښاروالي د تنظیف ریاست مرستیال صالح محمد بلوڅ وايي، هره ورځ د ښار په کچه څه باندې ۲ زره ټنه کثافات راټولوي او له ښاره یې بهر لېږدوي. «هره ورځ تر ۲۰۰۰ ټنو پورې کثافات له کابل څخه بهر لېږدول کېږي او که خلک په خپلو ځایونو کې د کثافاتو د راټولېدو په اړه شکایت کوي، نو دوی باید موږ ته خبر راکړي، څو موږ هغه سیمې پاکې کړو. موږ ډاډه یو چې د کابل هېڅ ځای کې د کثافاتو راټولیدل نشته چې د خلکو د اندېښنې وړ وي.»

په ورته وخت کې د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي له خلکو غواړي چې د پاک چاپریال لرلو لپاره د کثافاتو راټولولو په برخه کې د تنظیف له کارکوونکو سره همکاري وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کابل ښار د ۶مې ناحیې د ۲۴ګذر وکیل محمد ناصر ناصري وايي: «د سیمې خلک باید د کابل ښاروالي له کارمندانو سره همکار وي، څو دا خځلې له ټولو ځایونو پاکې شي او د کابل هوا له ککړتیا پاکه شي.»

د شپږمې ناحیې اوسېدونکي نعمت‌الله وویل: «د خځلو کچه ډېره ده او د کابل ښاروالي کارکوونکي کم دي او د دوی تر توان وتلې خبره ده او ټول باید د خځلو پاکوالي کې ونډه واخلي.»

خو د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان د مسوولو بنسټونو له لوري د کثافاتو مدیریت لپاره د منظم سېستم رامنځته کول او خلکو ته دوامداره عامه پوهاوی ورکول، کابل ښار پاکوالي لپاره بنسټیزې حل‌لارې بولي.

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه عبدال‌امیر مبارز وویل: «د کثافاتو د راټولولو لپاره باید یومنظم سېستم رامنځته شي او خلکو ته باید په دوامداره توګه خبر ورکړل شي چې کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې وغورځوي چې دا به د ښار په سړکونو کې د کثافاتو راټولیدل کم کړي.»

تېرو کلونو کې کابل ښار د معتبره نړیوالو بنسټونو له لوري د نړۍ دویم چټل ښار پېژندل شوی وو، خو د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، دامهال پلازمینه تر پخوا ډېره پاکه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام