Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د بې‌لایسنسه موټرچلوونکو پر تګ‌راتګ بندیز ولګېد

میدان‌وردګ-سړک موټر

د میدان‌وردګ امنیه قومنداني چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت له لوري هغه لسګونه موټر نیول شوي چې چلوونکو یې لایسنس نه‌درلود.

د یاد ولایت امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت ټرافیکو د کابل-کندهار او میدانښار-ولسوالیو ته پر غځېدلو لویو لارو کې پلټنې پيل کړي، څو هغه موټر ونیسي چې چلوونکي یې د موټرچلولو جواز یا لایسنس ونه‌لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خبرپاڼه کې د میدان‌وردګ د ټرافیکو مدیر سمېع‌الله رهبر له قوله لیکل شوي چې سر له نن «یکشنبه، کب شپږمې» څخه وروسته هغه موټرچلوونکو ته د تګ‌راتګ اجازه نه‌ورکوي چې د موټر چلوونې قانوني جواز (لایسنس) ونه‌لري.

د نوموړي په خبره تېره ورځ هم د میدان وردګو ولایت ټرافیکو د کابل-کندهار په لویه لاره لسګونه موټر نیولي چي چلوونکو یې لایسنس نه‌‌درلود.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د میدان‌وردګ موټرچلوونکي هم خوښ دي چې د ټرافیکو مدیریت له لوري د لایسنسونو په اړه پلټنې کېږي، خو غوښتنه کوي چې د یاد ولایت ټرافیکو مدیریت دې موټرچلوونکو ته د موټر چلوونې لایسنس ترلاسه کولو برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام