Asset 1SWN

سلام وطندار

 لوګر کې په ۳۱ ميليونه افغانيو د خروار اوبو بند د جوړېدو چارې پيل شوې

201e48ec-d1fb-452f-82da-3670005d141a

 د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست او د لوګر چارواکو له لوري د دغه ولایت د خروار ولسوالي د اوبو بند پروژې لومړۍ برخې د بیارغونې چارې د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د لوګر د سندیزې فرعې حوزې رییس محمداسماعیل اخندزاده نن «چهارشنبه، لیندۍ اتمه» د یاد ولایت خروار ولسوالي کې د دغې پروژې پرانېستلو پر مهال وویل، د یاد بند بیارغونې پروژې باندې ۳۱ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دی وايي، د دغې پروژې پیسې د اسلامي امارت له خوا ورکول کېږي. هغه زیاته کړه، د یادې پروژې چارې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

هغه زیاتوي، د یاد بند پروژه په درېیو برخو وېشل شوې او د لومړۍ برخې له بشپړېدو وروسته به دویمې او درېیمې برخو بیارغونې چارې هم پیل شي.

د دغې پروژې پرانیست غونډه کې د لوګر ولایت د سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي سلاکار فضل الرحمان عمرزي وویل، د خروار بند د ۳۶ متره په لوړوالي او د ۱۴۰ متره په اوږدوالي او د ۲۰ متره په سور لرو سره د ۱۷ میلیون متر مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري.

دی وایي، د دغه بند تر بشپړېدو وروسته به ۶۰۰۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه کړي او ۱۳۰۰۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اوبو او انرژې وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د خروار د اوبو بند د جوړولو چارې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۱۰ کال کې پيل شوې وې، خو د ځينو ستونزو له امله یې چارې نیمګړې پاتې شوې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام