په لغمان کې د اتلس ثبت کلبونو «روزنتونونو» ترمنځ د کرېکټ پیل شوې سیالۍ د «عمران سنګر» کلب په بریا پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې د کورني کرېکټ په چوکاټ کې پیل شوې پرون دوشنبه د زمري ۳۰مه یې پایلوبه وشوه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عمران سنګر د عزیزخان لوبډلې پر وړاندې ولوبېده چې عمران سنګر لوبډلې بریا خپله کړه او اتلولي یې وګټله.
په لغمان کې د اتلس ثبت کلبونو «روزنتونونو» ترمنځ د کرېکټ په یادو سیالیو کې حسین خان تر ټولې ډلې ۵۵۳ منډې جوړې کړې او د یاد ټورنمنټ د مخکښ توپوهونکي جایزه یې ترلاسه کړه.
همداراز د توپاچونې په برخه کې بیا افتاب خان په ۱۹ وېکټو د ټورنمنټ غوره توپاچوونکی شو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افغانستان کرېکټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني کرېکټ پیاوړتیا او د غوره لوبغاړو د پېژندنې لپاره له یادې ادارې سره د ثبت شویو کلبونو ترمنځ د کرېکټ سیالۍ جوړوي چې د پیاوړو لوبغاړو په موندلو کې ګټورې تمامې شوې هم دي.