Asset 1SWN

لوګر کې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنر کمرنګه شوی

لوگر- هنر- خطاطي

د لوګر یوشمېر فرهنګ‌پال سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د انځورګرۍ او خطاطي هنر کمرنګه شوی دی.

د دوی په وینا، د خطاطي او انځورګرۍ هنر ته د ځوانانو او فرهنګ‌پالو نه پاملرنه، د باتجربه او مسلکي ښوونکو نشتون او د چاپي خدمتونو د مرکزونو زیاتوالی، د دغه هنر د پیکه‌کېدو مهم لاملونه بولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغوی په وینا، د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور ریاستونو ته پکار ده چې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنر ارزښت په تړاو په ټولو تعلیمي او فرهنګي غونډو کې ځوانانو ته پوهاوی ورکړي.

د لوګر اوسېدونکی او انځورګر احسان‌الله نیازي وویل: «زما له نظره رښتیا هم د انځورګرۍ او خطاطۍ هنر پېکه شوی ده او لوي لامل یې د کمپيوټر په وسیله د لویو او وړو عکسونو او لوحو چاپ کول دي او غوښتنه مو دا ده چې خطاطي او انځورګرۍ ته پام وشي.»

محمدصابر سلطاني چې له څه مودې راهیسې پر انځورګري او خطاطي بوخت دی، سلام‌وطندار ته وویل، سرپرست حکومت باید د انځورګرانو او خطاطانو ملاتړ وکړي.

هغه ټينګار وکړ چې د انځورګرانو او خطاطانو په لاسونو رسم شوي او لیکل شوي اثارو لپاره باید د ولایت په کچه نندارتونونه جوړ شي او د رسم شویو تابلوګانو لپاره منظمه بازارموندنه وشي، څو دغه هنر لا وغوړېږي.

هغه وویل: «د انځورګرۍ او خطاطۍ د پېکه کېدو لوی لامل د هنري نندارتونونو نه جوړول، د ښوونکو نه هڅونه د دې باعث شوی چې دغه هنر په لوګر ولایت کې پيکه شي.»

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ مدیر محمدګل تسل د فرهنګ‌پالو اندېښنې تاییدوي او سلام‌وطندار ته یې وویل، د انځورګرۍ او خطاطۍ برخې د لا پرمختګ لپاره یې ځینې ورکشاپونه هم جوړ کړي.

د نوموړي په وینا،هڅه کوي چې ځوانان او فرهنګ‌پالو د انځورګرۍ او خطاطۍ په اهمیت وپوهوي او د انځورګرانو او خطاطانو د لا هڅونې لپاره بیلابیل نندارتونه جوړ کړي.

هغه وویل: «مونږ په دې برخه کې ډير کار کړی او ګڼ نندارتونه مو جوړ کړي او سلګونه ځوانان د انځورګرۍ او خطاطۍ په برخه کې بوخت دي او حتی د دوي د هڅونې به موخه مو دفتر هم ورکړی، زه ویلای شم چې د انځورګرۍ او خطاطۍ لا غوړیدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هر کال د خطاطۍ او انځورګرۍ نندارتونونه او ورکشاپونه جوړوي، خو لاهم دغلته انځورګرۍ او خطاطۍ تود بازار نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام