Asset 1SWN

سلام وطندار

اپل کمپنۍ د هند حکومت مخالفو څېرو ته خبرداری ورکړی

2022-08-23T043656Z_1220043508_RC291W9QPMKI_RTRMADP_3_APPLE-IPHONE-INDIA

اپل کمپنۍ هند کې د حکومت یو‌شمېر مخالفو څېرو ته خبرداری ورکړی چې ښايي ټیلیفونونه یې د حکومت ملاتړو هکرانو له‌خوا هک شي.

یاد شرکت نن سه‌شنبه د اکتوبر ۳۱مه هغو کسانو ته چې ښايي موبایلونه یې هک شي، پیغامونه استولي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې شرکت په استولو پیغامونه کې لیکلي: «که ټیلیفون مو د حکومت له ملاتړ برخمن یوه برید‌کوونکي له‌خوا له ګواښ سره مخ‌ شو، ښايي هغه ستاسو اطلاعاتو حتا کامرې او مېکروفون ته لاسرسی ومومي.»

دې شرکت په یاد خبرداري کې د نورو معلوماتو له خپراوي پرته ویلي: «دغه خبرداری ممکن ناسم وي، خو بیا هم تاسو یې جدي وګڼئ.»

هغو سیاسیونو چې د اپل کمپنۍ دغه خبرداری ترلاسه کړی د هند د ترینامول کانګرېس استازې ماهوا مویترا، د دغه هېواد د «پارلمان غړي او د ال انډیا مجلس اتحاد المسلمین ګوند مشر اسدالدین ویسي او یوشمېر نور چارواکي دي.

یو‌شمېر دغو چارواکو پر اېکس پاڼو د هند لومړی وزیر او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر باندې سختې نیوکې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د هند د ارتباطاتو، برښنايي او معلوماتي ټکنالوژۍ د اپل کمپنۍ دغه خبرداری ګونګ او غیرتخصصي بللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام