Asset 1SWN

د سوېلي‌افریقا پر وړاندې د لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

Its-official-South-Africa-vs-Afghanistan-confirmed-for-T20-World-Cup-2024-semi-final.-This-will-be-first-ICC-semifinal-for-Rashid-Khan-Co

د افغانستان کرېکټ بورډ د سوېلي‌افریقا پر وړاندې د کېدونکې درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې د لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ.

په اعلان شوې لوبډله کې حشمت‌الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن‌الله ګربز او اکرام علي‌خېل وېکټ‌ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، دروېش رسولي، عظمت‌الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشدخان، ننګیال خروټی، الله محمدغضنفر، بلال سمېع، فضل‌الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مهالوېش له مخې، دغه لوبې به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۸مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۲مې نېټې به دوام وکړي.

کرېکټ بورډ ویلي چې ابراهیم ځدراڼ تېره اوونۍ د نیوزیلنډ لوبډلې پروړاندې د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره د تمریناتو پرمهال ټپي شوی او په وینا یې، د چپې پښې ښنګری یې اوښت دی. په ورته مهال مجیب‌الرحمن په اړه هم ویل شوي چې نوموړی د لاس ټپ له کبله نه‌شي کولای د سوېلي‌افریقا پر وړاندې ولوبېږي.

په همدې حال کې لوبډله کې عبدالمالک، چې په تېرو کورنیو لېسټ‌اې سیالیو کې ښه وځلېد، د ابراهیم ځدراڼ پر ځای لوبه وکړي او همداراز دروېش رسولي ته د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی. د دروېش رسولي لومړی ځل دی چې یو ورځنیو لوبو کې به افغانستان ته لوبه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان او سوېلي‌افریقا له دې وړاندې د روان کال شل اووره سیالیو نیمه پای‌لوبه کې هم ولوبېدل چې افغانستان ته یې، ستره ماته ورکړه. افغانستان تراوسه سوېلي‌افریقا ته نه په شل اووره او نه هم په یو ورځنیو لوبو کې ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام