د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولانو کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د روانۍ اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ به ۸۰ هغه ماشومان چې سوځېدلي او هډوکي یې مکروبي شوي، د درملنې لپاره المان ته ولېږدوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی وویل، د دغو ماشومانو عمرونه له یوه کال څخه تر ۱۱ کلونو پورې دي.
نوموړي وویل: «شپږ میاشتې وړاندې ۹۰ ناروغان چې المان ته لېږدول شوي وو، تر درملنې وروسته یې ۵۰ کسان بېرته هېواد ته راغلي او ۴۰ لا هم دغه هېواد کې تر درملنې لاندې دي چې ۸۰ کسان به همدې الوتکه کې المان ته ولېږدول شي.»
په ورته وخت کې یوشمېر کورنۍ المان ته د درملنې لپاره د خپلو ماشومانو لېږد څخه هرکلی کوي او د عامې روغتیا وزارت څخه غواړي چې هېواد کې دننه د ناروغانو درملنې ته زمینه برابره کړي.
اسماعیل چې زوی یې سوځېدلی وايي، د خپل زوی د درملنې لپاره یې لسګونه زره افغانۍ مصرف کړي، خو پایله یې نهده ورکړې.
نوموړي وویل: «ماشوم مې له جلدي ناروغۍ ځورېږي، په وار وار مو روغتونونو ته لېږلی، خو درملنه یې نه ده شوې. اندېښمن وو او یو چا د دې ځای ادرس راکړ او اوس خوشحاله یم چې ماشوم مې بیا ښه شو.»
هما هم د کابل اوسېدونکې ده او د یوه ماشوم د بدن هډوکی یې مکروبي شوي دي. نوموړې سلاموطندار ته وویل: «ماشوم سره مې ډېرو روغتونونو ته لاړو او د درملنې لپاره مې ډېرې پیسې ولګولې، خو روغ نهشو. اوس هیله لرم چې ماشوم مې ښه شي.»
د ډاکټرانو په اند، د خولې له لارې د انسان بدن ته د مکروبونو ننوتل لامل کېږي چې ماشومان د هډوکو ماتېدو ناروغۍ سره مخ شي.
روغتیاپال عبدالجبار مومنیار وویل: «کله چې مکروبونه د ماشوم له خولې بدن ته ننوځي، دغه مکروبونه تر ډېره هډوکي اغېزمنوي او د هډوکو د ماتېدو ناروغۍ لامل کېږي. د درملنې لپاره یې کورنۍ باید خپل ماشومان له ساري ناروغیو لرې وساتي او مېوې او سبزي ورکړي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د المان د سولې کور خیریه بنسټ سره د هوکړې له لاسلیک وروسته، له ۱۳۶۸ کال څخه تراوسه، ۸۸ دورو کې ۴زره او ۸۵۴ ماشومان دغه المان ته استولي چې تر درملنې وروسته بیرته هېواد ته راغلي دي.