Asset 1SWN

افغاني سرې میاشتې ټولنې د مرستو راټولولو ځانګړې اوونۍ پیل کړه

GZ6sGcqb0AANJbT

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور وايي، یادې ټولنې سره د مرستې په موخه یې، د مرستو راټولولو سراسري کمپیان جوړ کړی دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، تلې ۲۴مه، کابل کې د سرې میاشتې ځانګړې اوونۍ د نمانځ‌غونډه کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه دې نمانځ‌غونډه کې د سېلابونو له امله زیانمنو شویو، زلزله‌ځپلو، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله بېځایه شویو ته پاملرنه، د زړه په ناروغیو د اخته ماشومانو درملنه، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول، د رواني ملاتړ په مرکزونو کې د ناروغانو درملنه او ځینې نور مسایل د دغې ټولنې له فعالیتونو څخه دي.

شهاب‌الدین دلاور وویل: «د اوونۍ په جریان کې د یادې ملي خیریه بنسټ کارګر، رضاکاران او د ولایتونو غړي له ملي سوداګرو او هېواد‌والو غواړي چې له دې بنسټ ملاتړ وکړي.»

د افغاني سرې ټولنې مسوولان وايي، ۷۶ سلنه هېوادوال د اقلیمي بدلون له امله اغېزمن شوي او مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اوونۍ پرانیست غونډه کې یې ګډون کړی له هېوادوالو غواړي چې له دغه ټولنې سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل: «خوېندو او ورونو د سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اوونۍ یو فرصت دی چې هر څوک خپل وس او توان سره همکاري وکړي؛ هغه څوک چې همکاري کوي مننه ترې کوو او د هېوادونو مسوولیت هم دا دی چې دې برخه کې افغاني سرې میاشتې ټولنې سره همکاري وکړي.»

بل‌خوا د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم له نړۍوالو غواړي چې له سیاسي مسایلو پرته دې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. «له نړیوالې ټولنې غواړم چې له سیاسي مسایلو پرته دې، افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته وکړي.»

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشره کترینا وايي، دغه ټولنه د بشردوستانه مرستو په برخه کې له افغاني سرې میاشت ټولنې سره ګډه همکاري لري. «د دغې اوونۍ په مناسبت له مرسته‌کوونکو بنسټونو غواړم چې له دغې ادارې سره مرستې وکړي، ترڅو دغه ټولنه خلکو ته په وخت بشري مرستې ورسوي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ویل کېږي چې په تېر یوه کال کې افغاني سرې میاشتې ټولنې ۷ میلیونه کسانو ته بشري مرستې او صحي خدمات وړاندې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام