د کندهار د سپین بولدک کمیساري مسوولانو له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر منظم لېږد د دغه هېواد د پولو مدیریت چارواکو سره کتلي دي.
دغه لیدنه پرون سهشنبه د لړم دویمه داسې مهال شوې چې د پاکستان حکومت له لوري دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټاکل شوې نېټه په ختمېدو ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې لیدنه کې د سپینبولدک کمیسار احمداحسان له پاکستاني لوري غوښتنه کړې چې افغانستان ته له دغه هېواده افغان کډوالو ته له کومې ستونزې پرته اجازه ورکړي.
نوموړي سلاموطندار ته وویل: «څو ورځې دوی د لیدنې غوښتنه کوله، دوی وویل، هغه ستونزې چې دلته دروازه کې دي، باید د حل لاره ورته ولټول شي. دویم دا چې کډوال باید په تمه نهشي، ځکه دوی هلته ورته کمپ جوړ کړی، باید مستقیم له دروازې راشي.»
بلخوا د کندهار د کډوالو چارو رییس وليجان بادام بیا وايي چې هره ورځ له پاکستان څخه د سپینبولدک له لارې شاوخوا ۱۹۰ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنېږي.
نوموړي وویل: «له یوه کال راهیسې ۱۲زره کورنۍ د سپینبولدک له لارې بېرته هېواد ته راغلې دي او هره ورځ ۱۹۰ کورنۍ دې ولایت ته راستنېږي.»
په همدې حال کې یوشمېر هغه کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوي، له خپل بد اقتصادي وضعیت څخه سرټکوي. دوی له سرپرست حکومت د مرستې غوښتنه کوي.
خلیل چې تازه له پاکستان بېرته هېواد ته راستون شوی، سلاموطندار ته وویل: «کراچۍ کې مې ۵-۶ کاله ژوند وکړ، اشپز وم، دوه میاشتې کېږي چې افغانستان کې یم. لس کسیزه کورنۍ لرم، کار نشته، کرایي کور کې یم، ستونزو سره مخ یم، باید موږ ته د کار زمینه برابره شي.»
د یوشمېر پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په روانه اکتوبر میاشت کې ۵۲زره افغان کډوال له دغه هېواده بېرته افغانستان ته ستانه شوې دي.
پاکستان له دغه هېواده ناقانونه افغان کډوالو ته د راتلونکې نومبر میاشتې تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي.