د میدانوردګ محلي مسوولان وایي چې د دغه ولایت په جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالیو کې د «کوچیانو او هزارو» ترمنځ د څارویو او څړ ځایونو پر سر رامنځته شوې شخړه هواره شوه.
د یاد ولایت له مقام څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي بختیار معاذ په مشري یوه کمېسیون په جلرېز او لومړۍ حصه بهسودو ولسوالي کې د کوچیانو او هزارو ترمنځ شخړه په سولهییزه توګه هواره کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې د کوچیانو او هزارو ترمنځ دغه شخړه د جلرېز په «سرچشمه» او د لومړۍ حصه بهسودو ولسوالي په «ګرندیوال» سیمو کې رامنځته شوې وه چې ۲۰ کاله یې دوام وکړ او دواړو لورو ته د سر او مال زیانونه هم اوښتي وو.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دواړو لورو په دې هوکړه کړې چې سر له نن څخه به په یوه او بل باندې تېری نه کوي او په سولهییزه فضا کې به خپل ژوند ته دوام ورکوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
په خبرپاڼه کې د شوې پرېکړې نور جزییات نه دي خپاره شوي.