په جنین ښار کې د کډوالو پر یوه کمپ د اسراییلي ځواکونو په برید کې درې فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، برید نن دوشنبه د جون ۱۹مه هغه مهال پیل شو چې اسراییلي ځواکونو د جنین د کډوالو پر کمپ چاپه ووهله.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په وژل شویو کې یو ۱۵کلن هلک هم شامل دی. د فلسطین روغتیا وزارت د قربانیانو نومونه ۲۱ کلن خالد دروېش، ۱۹ کلن قاسم ساریه او ۱۵ کلن احمد ښودلي دي.
اسراییلي ځواکونو ویلي چې دوی د دوو شکمنو کسانو د نیولو لپاره یاد کمپ ته ورغلي وو، خو له برید سره مخ شول.
د یوشمېر رسنیو له لوري په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د اسراییلي ځواکونو اړوند یوه الوتکه پر دغه کمپ راکېټي بریدونه کوي.