Asset 1SWN

ټسلا به سږکال د «Model Y» موټرو نوی ماډل موټر بازار ته وړاندې نه‌کړي

Tesla Model Y-MAIN

د ټسلا موټر جوړولو نړیوال شرکت څښتن او د یاد شرکت اجراییوي رییس اېلن ماسک وايي چې سږکال به د «Model Y» موټرو نوی ماډل موټر بازار ته وړاندې نه‌کړي.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سږکال د یادو موټرو د نوې بڼې جوړولو هوډ نه‌لري او بازار ته به وړاندې نه‌شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

اېلن ماسک د دې ترڅنګ چې ټسلا د خپلو موټرو نویو بڼونو تولید باندې په دوامداره توګه کار کوي، خو په وینا یې، «تر شپږ میاشتو زاړه موټر به څه ناڅه ښه وي.»

د ټسلا موټر جوړولو شرکت د خپلو زړو او بخوانیو موټرو نویو کولو کې کمزوری دی او دې چارې د یادو موټرو اخیستونکي کم کړې دي.

ټسلا داسې مهال د «Model Y» موټرو د نوې بڼې د نه تولید پرېکړه چې چین کې د یاد شرکت سیالان په ټيټه بیه لوړ ماډل موټر بازار ته وړاندې کوي. چین نړۍ کې د موټرو د تولید ستر بازار ګڼل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د موټر جوړولو ټسلا شرکت د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې څانګې لري چې د موټرو پلور تر ټولو ستر بازار یې چین ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام