د سمنګان په مرکز اړوند یوې دیني مدرسه کې د چاودنې له کبله لس کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور څو شېبه وړاندې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې نن له غرمې وروسته د سمنګان د مرکز ایبک ښار په یوه دیني مدرسه کې چاودنه شوې ده.
نوموړي لیکلي چې د دغې چاودنې په پایله کې لس زدهکوونکي وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې امنیتي او کشفي ځواکونه هڅه کوي، څو د یادې پېښې عاملان ونیسي او د عدالت منګولو ته یې وسپاري.
د یادونې وړ ده چې څو شېبې وړاندې یوې سرچینې هم سلاموطندار ته دغه ولایت کې د یوې چاودنې د رامنځته کېدو پخلی کړی و.
په خواشنۍ سره باید ووایو چې، نن ماسپښین دسمنګان ولایت مرکز ایبک ښار کې په یوه دیني مدرسه کې چاودنه رامنځته شوې ده چې ، له امله یې شاوخوا ۱۰ تنه زده کونکې په شهادت رسېدلي او شمېر هم زخمیان دي .
زموږ کشفي او امنیتي ځواکونه په چټکۍ سره لګیا دي تر څو ددغه نه بښونکي جنایت— عبدالنافع ټکور (@Takor786) November 30, 2022
سرچینې ویلي و چې دغه چاودنه د ایبک ښار اړوند د بندر سرک سیمې د «الجهادي» په نوم یوې مدرسه کې د لمانځه پر مهال شوې ده.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
تراوسه کوم چا یا ډلې د یاد برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.