د پکتیا اوسېدونکي په استوګنیزو سیمو کې د تولیدي کارخونو له فعالیت څخه سر ټکوي
د پکتيا د ګردېز ښار یوشمېر اوسیدونکي شکایت کوي چې ډېری تولیدي کارخونې د ښار په اړوندو استوګنیزو سیمو کې فعالیت کوي او په وینا یې، د سوځېدونکو توکو دود د ښار هوا ککړه کړې او دوی یې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د ګردېز ښار د «اریانا پمپ» سیمې اوسېدونکی معینشاه وايي، د کور له دېوال سره په خوا کې یې د ګوړې جوړولو یوه کارخونه فعاله ده چې د دود له امله یې دوی او نور ورڅېرمه کورونه تنګ شوي دي.
کابل ښاریان له ککړې هوا سر ټکوي
یوشمېر کابل ښاریان وايي چې د ښار هوا ډېره ککړه شوې او دوی یې نه یوازې پر بېلابېلو ناروغیو اخته کړي، بلکې د ژوند چارې یې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
دوی پر اسلامي امارت نیوکه کوي چې د ژمي له راتګ مخکې یې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره تدابیر نهدي نیولي او په خبره یې، بېغوري یې کړې ده.
د کابل اوسېدونکي د دغه ښار له ککړې هوا اندېښنه څرګندوي
د کابل اوسېدونکي د هوا ککړتیا څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د ژمي په رارسېدو سره به په دغه ښار کې د بېکیفیته ډبرو سکرو او لرکیو استعمال ډېر شي او دا به د دې لامل شي چې د پلازمېنې کابل هوا لا پسې ککړه شي.