غزني کې کرنیز او حیواني محصولات نندارې ته کېښودل شول
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست نن (د لیندۍ ۲۸مه، د سهشنبې ورځ) په دغه ولایت کې د کرنیزو او حیواني محصولاتو نندارتون جوړ کړ. وچې مېوې، د غزني نباتي بوټي، شات او زعفران په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي.