په کابل او نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیلېږي

د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عبدالکریم حسیب وايي چې د کب په ۱۰مه، د راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې ورځ به د کابل په ګډون، په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شي.
د نوموړي په وینا، خلک به له یادې نېټې وروسته کولای شي د پاسپورټ د انلاین سېسټم له لارې نوملیکنه وکړي.

پاسپورټ ریاست: سر له سبا به پاسپورټ یوازې د انلاین فورمې اخیستونکو ته ووېشل شي

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست اعلان کړی چې د ګڼې ګوڼې او د خلکو د ستونزو د مخنیوي په خاطر له دې وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ یوازې د انلاین فورمې له لارې ترسره کېږي.