ولسمشر: نړیواله ټولنه دې د اوربند څارنه او د سولې ضمانت وکړي

نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د اسیا زړه هېوادونو-استانبول پروسې ګډه غونډه جوړه شوه. ‎په دې غونډه کې د افغانستان او تاجکستان ولسمشرانو او د ایران، پاکستان، هند او یوشمېر نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و. ولسمشر محمداشرف غني یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په افغانستان کې د ترهګرۍ نوې څپه اوج ته رسېدلې او له کبله یې هره ورځ ملکیان او امنیتي ځواکونه وژل کېږي.

حنیف اتمر: هېڅ هېواد د امارت بیا راتګ نه غواړي

د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر وايي چې د سولې پروسې په برخه کې سیمه‌ييزه اجماع پر خپل ځای ده او هېڅ هېواد نه غواړي چې د طالبانو امارت بیا راشي.
نوموړي چې نن ملت ته د دولت حساب‌ورکونې په غونډه کې خبرې کولې وویل، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه د طالبانو امارت مخالف او د جمهوري نظام پلوي دي؛ ځکه په وینا یې، جمهوریت نه یوازې د نړیوالو لپاره یو ارزښت دی، بلکې په ګټه یې هم دی.

ولسمشر: نړیوالې ټولنې ۴۰ کاله افغانان له سولې بې‌برخې کړي

ولسمشر محمداشرف غني نن د سرتېري ملي ورځې په مناسبت غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې نړیوالې ټولنې ۴۰ کاله افغانان له سولې بې‌برخې پرېښي کړي دي.
د سرتېري ملي ورځ نن په ځانګړو مراسمو سره د ولسمشر او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون د ملي دفاع وزارت په انګړ کې ونمانځل شوه. دا ورځ د پلازمېنې په ګډون، په ولایتونو کې هم ونمانځل شوه او خلکو خپلو سرتېرو ته د هغوی د سرښندنو ستاینې په موخه ګلان ورکړل.

د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ د افغانستان د «هېرولو» د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړ

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د نړیوالې ټولنې له لوري د افغانستان د «هېرولو» بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی او په دغه هېواد کې یې د کډوالو لپاره د حل‌لارې موندلو پر ارزښت ټینګار کړی دی.