سېلابونو په پروان او کاپیسا کې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
د کاپیسا د امنیې قومانداني ویاند عبدالفتاح فایز وايي چې نن سهار وختي درېنیمې بجې د دغه ولایت د مرکز د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په خوشي سیمه کې سېلاب راغلی او نږدې ۱۰ کیلومټره لاره، لسګونه استوګنیز کورونه، لسګونه څاروي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او له ۷۰ ډېر بېلابېل د لېږدولو وسایط یې لاندې کړي دي.
ختیځو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ځاني او ګڼ مالي زیانونه اړولي
په ختیځو ولایتونو کې پرون شپه او نن ورځ د سختو بارانونو له امله په ګڼو سیمو کې سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
لوګر کې سېلابونو یو کس مړ کړی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په برهکي برک، څرخ محمداغې او خروار ولسوالیو کې د پرون ورځې بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یو کس مړ شوی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي. د دوی په وینا، د دغه ولایت په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.
لوګر کې موټربم برید خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
د لوګر ولایت د مرکز پل علم ښار سوداګر، هټۍوال او عام وګړي وایي، د جمعې په ورځ د شوي موټربم برید له امله خلکو ته د سر زیان سربېره میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د دوی په وینا، په دې چاودنه کې د استوګنې کورونه، سوداګریز مارکېټونه او هټۍ ویجاړې شوي او له حکومت څخه یې د ژرترژره مالي مرستو غوښتنه کوي.