اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت: په یوه کال کې څه باندې ۳۰۰۰ افغان کډوال نیول شوي

په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې په تېر یوه کال کې له ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي دي.
په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست سردارمحمد شکېب د تلې میاشتې په درېیمه، د دوشنبې ورځ سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېر یوه کال کې ۲۶۰۰ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو را خوشې شوي، خو څه باندې ۸۰۰ یې لا هم بندیان دي.

شنونکي: پاکستان هڅه کوي دغه هېواد کې روانه جګړه افغانستان ته ولېږدوي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان له خاورې وسله‌وال ترهګر د دوی پر پوځیانو بریدونه کوي. دغو څرګندونو ته د چارو کارپوهان په دې اند دي چې پاکستان کې نیابتي جګړه او ناامنۍ ډېرې شوي او په داسې څرګندونو سره چې افغانستان کې ترهګرۍ دوی ته ګواښ پېښوي، غواړي نیابتي جګړه افغانستان ته ولېږدوي.