له افغانانو سره مرستو کې د لاسوهنې په اړه د امریکايي سناتور ادعا؛ ا.ا یې نه مني
د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد کانګرېس ته یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې یې باید له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو لړۍ تر هغه وخته ودرول شي چې د روڼتیا په اړه یې ډاډ نه وي ترلاسه شوی.
پر افغانستان د امریکا د مرستو درېدو طرحه؛ ا.ا: د هېڅ هېواد مرستې ته اړ نه یوو
د امریکا یوه جمهوري غوښتونکي سناتور رانډ پاول پر یوې داسې طرحې د کار کولو خبر ورکړی چې پر بنسټ به یې د ا.ا تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو مخه ونیول شي.
پاول د دوشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې ولیکل چې په راتلونکو څو ورځو کې به یاده طرحه د تصویب لپاره د امریکا مشرانو جرګې ته وړاندې کړي.
« امريکايي سرتېري به په ټاکل شوې موده کې له افغانستانه ونه وځي»
امريکايي جمهوري غوښتونکي سناتور لیندسي گراهام ويلي، د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به امريکايي سرتېري په ټاکل شوې موده « د روان ميلادي کال مې مياشت» کې له افغانستانه ونه وځي.