د افغانستان په زندانونو کې يو پر درېيمه زندانيان شکنجه کېږي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما د «شکنجې راپور» کې ويلي،  په افغانستان کې د امنيتي او ترهګريزو مسلو اړوند يو پر درېيمه زندانيان ادعا کوي چې شکنجه او يا يو ډول ناسم چلند ورسره شوی دی.

د يوناما دغه راپور چې نن خپور شوی راغلي، د بندیانو له لوري د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې د تورونو کچه لوړه او له زنداني شويو کسانو سره د چلند حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي.

د هرات مرکزي زندان کې يوه بندي ځان ته اور اچولی

د هرات د مرکزي زندان مسوولان وايي چې زندان کې يوه بندي ځان ته اور اچولی دی.  د ياد زندان مدير میوند صمدي د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وايي، دغه سړي د کورنيو اختلافاتو له کبله ځان ته اور اچولی.