د افغانستان بانک سبا «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي
د افغانستان بانک وايي چې سبا دوشنبه د کب ۱۵مه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک نن یکشنبه د کب ۱۴مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام ته وړاندې کوي.