کابل کې د خصوصي سکټور پروړاندې د شته ننګونو پېژندنې لپاره یوه‌ورځنۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د خصوصي سکټور په پرمختیا کې د ننګونو په ګوته کولو او د سوداګرۍ د پرمختګ لپاره بازارونو ته د لاسرسي د غوره تګلارو ارزولو په موخه د خصوصي سکټور او مرستندویه ډونرانو یوه‌ورځنۍ اقتصادي غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د بشري مرستو پر ځای، د افغانستان پر بنسټیزو زېرمو پانګونه وکړي.

ا.ا د خصوصي سکټور یو میلیارډ او اته میلیونه ډالره پوروړی دی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې ا.ا د خصوصي سکټور یو میلیارډ او اته میلیونه ډالره پوروړی دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال یونس مومند د خصوصي سکټور د پورونو، تضمینونو او ضمانتونو د بېرته ورکړې پروسې د پیل هرکلی کوي او هیله‌مندي ښيي چې یادې پیسې به له ارزونې او څېړنې وروسته خپلو کسانو ته ورکړل شي.

مالیې وزارت د خصوصي سکټور ۶۰میلیارده افغانۍ کنګل کړي

د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا د پانګوالو پروړاندې د اسلامي امارت له تګ‌لارې شکایت کوي. د افغانستان د ودانیزو، سرک جوړونې، پانګونې او لوژیستیکي شرکتونو د ټولنې شورا په وینا، د مالیې وزارت د دوی ۶۰ میلیارده افغانۍ کنګل او د خصوصي شرکتونو مسوولان یې ممنوع‌الخروج اعلان کړي دي.