د ننګرهار د محبس مدیر له یوه بندي سره یوځای تښتېدلی
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس احمدعلي حضرت وايي، د ننګرهار د محبس مدیر د قتل په جرم پر ٢٥ کاله بند محکوم شوى بندي خوشې کړى او ورسره يوځاى تښتېدلى دى.
یوې باوري امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي، سلاموطندار ته ویلي چې د ملي امنیت ځواکونو پرون په کندوز کې غوښتل د دغه ولایت د بندخونې مدیر ونیسي، خو په وینا یې، هغه له نیول کېدو مخکې تښتېدلی دی.
د بامیان د امنیې قومانداني مسوولان په دغه ولایت کې د بډو اخیستو په تور د یوه څارنوال د نیولو خبر ورکوي.
د بامیان امنیه قوماندان زبردست ساپي سلاموطندار ته ویلي چې پرون یې د دغه ولایت د یکاولنګ۱ ولسوالي یو څارنوال د ۳۰ افغانیو بډو اخیستو پر مهال نیولی دی. ساپی د نیول شوي کس په اړه نور جزیات نه ورکوي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون