بښنې نړیوال سازمان: له افغانستانه د بهرنیانو د راېستلو نېټه باید وغځول شي

د بښنې نړیوال سازمان پرون د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې طالبان او نړیواله ټولنه باید له افغانستان څخه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د راېستلو د نېټې پر غځولو هوکړه وکړي، څو هغه افغانان چې تر ګواښ لاندې دي، ژوند یې خوندي شي.

ننګرهار کې د پولیو واکسین کمپاین درېدلی

د سې شنبې په ورځ ناڅرګندو وسله‌والو د ننګرهار په خوږیاڼو او سره رود ولسوالۍ او په جلال اباد ښار کې پنځه واکسیناتوران ووژل او څلور نور یې ټپیان کړل. له دغو بریدونو وروسته پرون په ټول ننګرهار کې د پولیو کمپاین درېدلی او روغتیايي مسئوولان وايي، د کمپاین ځنډېدو سره شاوخوا ۳۵۰۰۰۰ ماشومان له واکسین پاتې شوي دي.

په یوه شپه او ورځ کې طالبانو ۵ ولسوالۍ نیولي

د طالبانو له لوري په هېواد کې د ولسوالیو د نیولو بهیر دوام لري او دې ډلې په وروستۍ یوه میاشت کې لسګونه ولسوالۍ نیولي دي. دغې ډلې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالي، د تخار ولایت اشکمش او چاه آب ولسوالۍ، د بدخشان ارغنجخواه د غور ولایت تولک  او د کندوز خان اباد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.