پروان کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ډاکټران تښتولي

پروان کې امنيتي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې په دې ولايت کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه ډاکټران تښتولي دي. د سرچینې په وينا، دغه ډاکټران د دوشنبې په شپه ۹ بجې د درې مخ‌پټو وسله‌والو له لوري تښتول شوي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د ياد خبر په تاييد سره وايي، دغه ډاکټران د يادې ولسوالۍ د « سرصياد» سيمې اېمرجنسي کلينيک نه هغه مهال تښتول شوي چې پر دندې بوخت وو.

بلخ کې د ۹ کلن ماشوم د تښتولو په تړاو ۱۱ کسان نيول شوي

د بلخ سیمه‌ييز چارواکي په دې ولایت کې د ۹ کلن عبدالرووف د تښتونې په تړاو د ۱۱ کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د بلخ والي فرهاد عظيمي نن په یوه خبري ناسته کې وویل، د ۹ کلن عبدالرووف د خوشې کولو په اړه چې دوه مياشتې وړاندې انسان تښتوونکيو تښتولی، له تېرو څو اوونیو راهيسې بېلابېل عملیات شوي چې پايله کې يې ۱۱ کسان نيول شوي دي.

د ۹ کلن عبدالرووف تښتولو غبرګون کې د بلخ ولايت دروازه وتړل شوه

بلخ ولايت کې یو شمېر ترکمنو مېرمنو د انسان تښتوونکيو له منګولو د ۹کلن عبدالرووف د خوشې کولو په برخه کې د بلخ د سیمه‌يیزو چارواکيو د ناتوانۍ په غبرګون کې اعتراض وکړ او د ياد ولايت دروازه يې وتړله.

۹کلن عبدالرووف شاوخوا ۴۷ ورځې وړاندې د وسله‌والو کسانو له لوري چې ویل کېږي پوځي کالي یې پر ځان وو؛ د مزار شریف ښار له څلورمې ناحیې وتښتاوه.