له بې‌برخلیکه ژوند تر اروايي ناروغیو؛ پاکستان کې پر افغان خبریالانو څه تېرېږي؟

شکریه چې خاوند او درې ماشومان یې هم ورسره دي وايي، یو کال مخکې پاکستان ته تللې، خو لا هم بې‌برخلیکه پاتې ده. هغه هلته له اروايي ستونزو هم سر ټکوي او وايي: «مخکې مې نورو ته د اروايي وضعیت د کنټرول لارښوونې کولې، خو اوس خپله پرې اخته شوې یم. زړه مې تنګېږي. ځان بې‌برخلیکه بولم. فکر کوم هر څه خراب شوي، بېرته به جوړ نه شي.»

د اروايي روغتیا نړیواله ورځ؛ هرو دوو افغانانو کې یو یې له سختو اروايي ستونزو کړېږي

افغانان له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې له جګړو او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي. که دغه وضعیت له یوې خوا خلکو ته بې‌ساري سیاسي او اقتصادي زیانونه اړولي، بله‌خوا یې له روحي او اروايي اړخه هم سخت ځپلي دي. د روغتیا وزارت د پلان او پالیسي مرستیال محمدحسن غیاثي وايي چې د هرو دوو افغانانو له ډلې یو یې له سختو اروايي ستونزو کړېږي.