د بایډن وروستۍ پرېکړه؛ صرافان د «افغانۍ» ارزښت ټیټېدو ته اندېښمن دي

د افغانستان بانک د کنګل شوې پانګې د ازادېدو په برخه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډڼ د وروستۍ پرېکړې په اړه د اندېښنو په لړ کې یوشمېر افغان صرافان وايي، په راتلونکې کې د افغانیو ارزښت ټيټوالي ته اندېښمن دي. د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وايي، دا پرېکړه د افغانیو د ارزښت ټيټوالي لامل کېږي او امریکا باید پرې بیاکتنه وکړي.

بازار ته د ډالرو اېستل د افغانیو پر ارزښت لوړېدو اغېز نه کوي

په وروستیو ورځو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې په بې‌سارې توګه د افغانیو ارزښت له کمېدو وروسته د افغانستان بانک وویل چې د افغانیو ارزښت د ثبات لپاره ۱۰ میلیونه ډالر لیلاموي.
خو یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د دغومره ډالرو لیلام نه‌شي کولای د افغانیو د ارزښت لوړېدو او ثبات په برخه کې اغېزناک تمام شي.