د کورونا درېیمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۴۱ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۴۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، مړه شوي او ۱۲۷۳ نور پرې اخته شوي دي. تازه پېښې د درې زره او ۳۴۶ شکمنو کسانو له کتلو ترلاسه شوې دي.
د رسمي شمېرو له مخې، د کورونا له کبله د مړینې تازه شمېرې په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې تر ټولو لوړې هغه دي.

کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ کسان مړه کړي او ۶۲۸ پرې اخته شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۶۲۸ نور پرې اخته شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې یې دوه زره او ۶۴۷ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي چې له ډلې یاد شمېر پر دغه ویروس اخته شوي دي.